BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • Ghor

    سېلابونو په غور او فاریاب کې لسګونه کسان وژلي؛ ځینو ولایتونو کې د نور باران اټکل شوی

    سیلابونو دا ځل د افغانستان په غور او فاریاب ولایتونو کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي. په غور کې د ۵۰ او فاریاب کې د ۱۸ کسانو مړینه تایید شوې ده. په دغو سېلابونو کې پر سلګونه هکتاره ځمکه د ولاړو فصلونو، ونو بوټو او باغونو او زرګونو څارویو د لمنځه تللو خبر هم ورکړ شوی دی. هممهاله د افغانستان د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې سبا یکشنبې ښایي د هېواد په نږدې شپاړسو ولایتونو کې نور درانه بارانونه وشي.

  • یرغمل شوي اسرائیلیان

    د اسرائیل پوځ وايي، د درې یرغمل شویو کسانو مړي یې موندلي دي

    د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) مسوولین وايي، په غزه کې د درې یرغمل شویو اسرائیلیانو مړي موندلي دي. مسوولین وايي، موندل شوي مړي د شاني لویوک، امیت بیوسکیلا او ایتژاک ګیلیرینتیر په نومونو پېژندل شوي دي. اې ډي ایف چارواکي وايي، دا کسان د اکتوبر پر ۷مه وژل شوي او مړي یې غزې ته لېږدول شوي وو. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دا مړي د حماس په یوه تونل کې موندل شوي دي.

  • tech

    هغه سړی چې خپل مړ پلار یې په چټ بوټ واړاوه

    جیمز ویلهوس په ۲۰۱۶ کال کې یو بد خبر ترلاسه کړ او هغه دا چې پلار یې د وژونکي سرطان په ناروغۍ اخته شوی و. د امریکا د کلیفورنیا ایالت د اوکلنډ اوسېدونکی جیمز وايي، "له خپل پلار سره مې ډېره مینه درلوده، خو هغه مېله لاسه ورکاوه." په داسې یو حالت کې جیمز فکر وکړ، چې له خپل پلار سره ډېر وخت تېر کړي او په دې درشل کې یې د خپل پلار د ژوند کیسې خپله د پلار له خولې ثبت کړې. "ما د هغه د خولې د کیسو اورېدو لړۍ پیل کړه، ما ساعتونه ساعتونه دا کار وکړ او د هغه له خولې اورېدلې کیسې مې په غږیزه بڼه ثبت کړې."

  • راشد خان

    ویډیو, راشد خان څلور کاله وروسته خپل هېواد ته ستون شوموده, 1,11

    د افغانستان کرېکټ ستوری راشد خان څلور کاله وروسته نن شنبه سهار خپل هېواد افغانستان ته ستون شو.

  • سېلاب

    ویډیو, سېلاب کې ډوبه کورنۍ په معجزه ډول څنګه وژغورل شوه؟موده, 1,34

    په افغانستان کې له ډېرو بارانونو ورېدو وروسته سېلابونه راووتل او د یوې کورنۍ غړي چې په موټر کې ناست وو، د اوبو په سېلابي څپه کې ایسار شوي وو. خو له نیکه مرغه دغه کسان ژوندي پاتې شوي او په دې ویډیو کې له بي بي سي سره د دې پېښې په هکله غږېدلي دي.

  • بامیان

    اسپانیا تائید کړه، چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

    په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د مرکزي بامیان ولایت مرکز کې پر بهرنیو سیلانیانو او عامو افغانانو ډزې شوې، چې یو افغان او درې بهرنیان پکې وژل شوي او درې افغانان او څلور بهرني وګړي پکې ټپیان شوي. ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس (پخوا ټوېټر) لیکلي، چې پېښه کې د ښکېلتیا په شک یې څلور کسان نیولي دي.

  • Kabul

    پکتیا کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښتې؛ د مرګژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي

    د رپوټونو له مخې د افغانستان په سویل ختیځ پکتیا ولایت کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهیسې په وقفه‌يي نښتو کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده. ویل کېږي دغه نښتې تېره دوشنبه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان سرحدي ځواکونو غوښتل د پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالۍ اړوند سپینه شګه کې پر ډیورنډ کرښه د یوې مخکینۍ فرعي لارې څارلو لپاره امنیتي کمرې ولګوي، خو طالبانو یې مخه نیولې ده. بي بي سي هڅه وکړه‌ چې د دغو نښتو او اوښتې مرګژوبلې په تړاو افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو نظر واخلي، خو هغوی په دې اړه څه ونه ویل.‌

ځانګړي مطالب

  • بغلان

    "سېلاب راورسېد، موږ وړي"؛ بغلان کې مېړه ته د خپلې ښځې وروستی زنګ

    "ښځې مې زنګ راوکړ چې سېلاب راغی، ما ورته وویل چې ټول بام ته وخېږئ، بله چاره نه شته، دومره تېز به نه وي، خدای به خیر کړي، خو هغې ویل چې ډېر تېز دی، حویلۍ ته راننوت" دا له غلام شاه سره د خپلې مېرمنې وروستۍ خبرې وې چې د سېلاب څپو ورپرې او د تل لپاره غلې کړې. خبر نه و، هغه سېلاب به یې د کورنۍ یوولس غړي وژني چې ده ګومان کاوه، تېز به نه وي او بام ته په ختو به ترې بچ شي. د هغه پلار کیسه چې سېلاب کې یې د کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي

  • Noor Mohammed sits in front of a wall in brick building

    په افغانستان کې سېلابونه؛ 'د کورنۍ غړو مړي مې په کوڅه او کرونده کې وموندل'

    کله چې د افغانستان په شمال کې سېلابونه پر کلیو، کروندو ورغلل د ځینو ټولې کورنۍ په هغو توپاني څپو کې لاهو شوې، چې د ''ښامار غوندې غړمبهار یې کاوه.''

  • اچين کې ښوونځی

    د ننګرهار اچين کې يوه ځوان له زدکړو پاتې او يتيمو ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ کړی

    په افغانستان کې د پوهنې لپاره د ولسي هڅو په لړ کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یوه ځوان له ښوونځیو نه د بې برخې ماشومانو لپاره یو وړیا ښوونیز مرکز جوړ کړی دی. دغه ځوان چې خان حیدر ارین نومېږي پخپله ترې د ماسټرۍ د پړاو لوړې زدکړې نیمګړې پاتې شوې او وايي شاوخوا ۵۰۰ ماشومان یې په ښوونیز مرکز کې پر زدکړو بوخت دي، چې له نیمو ډېرې پکې نجونې دي.

  • خواړه

    د روغتیا لپاره اته ګټور خواړه کوم دي؟

    د نړۍ ډېر شمېر خلک په دې لټه کې دي، چې څه ډول ښه او روغه سټه ولري. د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې په وینا، د ځینو ټکو په پام کې نیول، صحي خواړه او ځینې فعالیتونه ستاسې په ښه روغتیا کې مرسته کولی شي.

  • روسیه

    د اوکرایین جګړه: د ازوفستال له کلابندو مورچو د مینې غمجنه کیسه

    "ناوې شوم، د چا ښځه شوم او پر سبا یې بیا کونډه وم." دا د یوې اوکرایینۍ میرمنې د مینې غمجنه کیسه ده چې د ماریوپول د محاصرې پرمهال د ازوستال پولادو کارخونې په مورچلو یې واده کړی او هملته کونډه شوې ده.

نيمه نړۍ

افغانستان

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱۸ می ۲۰۲۴, ۳۰،۰۰ موده

    له بي‌ بي سي دا خپرونه اورئ

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۱۸ می ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    ځانګړې پاڼه

    ويډيویي رپوټونه او مرکې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    پښتونخوا

    نړۍ

    لوبې

    روغتیا

    اقتصاد

    ساینس او ټېکنالوژي

    هنر او ادب

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    ډېر لوستل شوي