BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو لوی درستیز: د بدخشان د لاریونونو مخه ونیسئ
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو د بهیر او پر وړاندې یې د رامنځ ته شویو ستونزو د څېړنې په موخه د ټاکل شوي پلاوي مشر او د طالبانو حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په یوه غږیز پیغام کې وايي، طالبان د کوکنارو د کروندو اړولو کې جدي دي او هغو ولسوالیو کې چې لاریونونه روان دي، د طالبانو مشرانو سپارښتنه کړې چې د لاریونونو مخه ونیسي.
د اسلامي همکاریو سازمان نوبتي غونډه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو او ښکېلتیا ټينګار شوی
دا ناسته پرون او نن (د مې څلورمه او پنځمه) د لوېدیځې افریقا د ګامبیا په مرکز بانجول کې جوړه شوې وه چې د اسلامي نړۍ ځينو مشرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او ډېپلوماټانو ګډون کړی و. له افغانستان څخه په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د نړیوالو سازمانونو د برخې مشر عبدالقهار بلخي ګډون کړی دی. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، استازی یې د اسلامي همکارۍ سازمان په رسمي بلنه دغې غونډې ته ورغلی دی.
د بریتانیا سیمهییزو ټاکنو کې د کارګر ګوند بریا؛ صادق خان د درېیم ځل لپاره د لندن ښاروال شو
د بريتانيا په سيمه ييزو ټاکنو کې د بريتانيا د کارګر ګوند په بريا سره د لندن ښاروال او د دغه ګوند غړی صادق خان د درېيمې دورې لپاره د لندن ښاروال پاتې شو او په ورته وخت کې د دغه ګوند مشر شو. لومړنۍ عمومي ټاکنې ښايي د روان کال په دویمه نیمایي کې ترسره شي.
قاهره کې د اوربند خبرې؛ لسګونه زره اسرائیلیانو تل ابیب کې مظاهرې وکړې
ټاکل شوې غزه کې د یوه شوني اوربند او د یرغملو د پرېښودو په تړاو خبرې نن هم د مصر په پلازمېنه قاهره کې دوام ومومي. د حماس چارواکي وايي پرونیو خبرو کې کوم پرمختګ نه و، خو نن د خبرو اترو یو نوی پړاو پیلېږي. د چارو څارونکي وايي د پرمختګ یو لړ نښې نښانې تر سترګو شوې. قطري، امریکايي او مصر ي چارواکي د شخړې د دواړو غاړو ترمنځ منځګړیتوب کوي.
پریګابالین: ولې له اضطراب ضد درملو ناوړه ګټه اخیستل کېږي؟ او څومره خطرناکه دي؟
پریګابالین په نوم ګولۍ کارول په ټوله نړۍ کې ډیر د مړینې لامل ګڼل کېږي، ځکه د نشي توکو ډیری کاروونکي دا له تور بازار څخه پېري.
چمن کې د پرلت کوونکو او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب؛ مرګژوبله هم په کې اوښتې
چمن کې پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره له ویزو پرته ازاد تګ راتګ لپاره د احتجاج ګډونوال د پاکستان سرحدي (اېف سي) ځواکونو سره په نښته اوښتي دي. په دغه اخ و ډب کې د مرګژوبلې اوښتلو رپوټ هم شته. د چمن پرلت د تنظیموونکې کمېټې ویاند صادق خان اڅکزي بي بي سي ته ویلي، چې 'اېف سي' ځواکونو په پرلت کوونکو اوښکې بهونکي ګاز کارولي، د دوی خیمې یې سوځولي او د کوتکونو پر ګوزارونو سربېره یې ډزې هم کړې دي. هغه ادعا کړې چې په ډزو کې ۴ پرلت کوونکي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
ځانګړي مطالب
شعر د علم په تله کې
له شعر سره د الماني فيلسوف فردريش نیچه تړاو خورا پېچلی دی. سره له دې چې د شعر قوت او ښکلا یې منله، خو له صداقت او رياليزم سره د کم تړاو له امله یې انتقاد هم ورباندې کاوه. په خپل کتاب «د تراژيدۍ زوکړه» کې ليکي: شعر «خواږه زهر» دي چې خلک له حقيقته پورې وهي.
د بي بي سي پلټنې: ایراني امنیتي ځواکونو یوه ۱۶ کلنه لاریونواله له جنسي ځورونې وروسته وژلې
بي بي سي یو شمېر شواهد ترلاسه کړي، چې پکې مالومه شوې، د احتجاجونو پر مهال ایران کې امنیتي کسانو یوه ۱۶ کلنه لاریونواله نیکا شاکرمي جنسي ځورولې او بیا یې وژلې ده. په دې اسنادو کې د نیکا په نیول کېدو کې د نورو ښکېلو کسانو د مالوماتو تر څنګ د تېري کوونکو امنیتي کسانو اعتراف هم شته. د دې اسنادو راټولونې بي بي سي ته ممکنه کړې چې، د ۱۶ کلنې نیکا له نیول کېدو او نادرکه کېدو راهیسې د هغې پېښه بیا وسپړي.
د هوا تودوخه پر وچکالۍ، ځنګلونو سوځېدو، سېلابونو او تودو څپو څه اغېز لري؟
وروستۍ څېړنې ښیي چې په دوبۍ کې وروستي سخت بارانونه د ځمکې پر سر د اقلیمي بدلون څرګندې نښې دي. د دې څېړنې له مخې، د هوا حالاتو سره تړلې پېښې ښايي له څلورو لارو د اقلیمي بدلون سره تړاو ولري.
له منځني ختیځ تر افغانستانه د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې بریا که ناکامي؟
سیاسي، امنیتي، اقتصاد او ټولنیزو توپیرونو ته په پام سره په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې هم مختلفې دي، خو د کتونکو له نظره بیا هم ځینې مشترک ټکي او عوامل لري. ۱۹۹۰ لسیزه افغانستان کې د مجاهدینو له "بریا" وروسته د سیاسي واک تجربه آن پخپله د دوی له نظره یوه ناکامه تجربه وه، ځکه دا ډلې د واک پر سر خپلمنځي خونړۍ جکړه کې ښکېلې شوې. له عرب پسرلي وروسته د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د ټاکنو له لارې د اسلام پالو ګوندونو او ډلو واک ته رسېدلو هم د نړۍ پام ځانته ور واړاوه.
د ټیټانیک بېړۍ د یوه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ په ۹۰۰ زره پونډه وپلورل شوه
د ټیټانیک په بېړۍ کې د تر ټولو یوه بډایه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ د هغې د وړاندیز شوې بیې قشپږ برابره لوړه په ۹۰۰ زره پونډو وپلورل شوه.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۶ می ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
واورئ, ستاسې غږ, ۱۵:۳۰, ۵ می ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۵ می ۲۰۲۴, ۳۰،۰۰ موده
له بي بي سي دا خپرونه اورئ
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۵ می ۲۰۲۴, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.